
کېميا يوسفي د اولمپيک لوبو له بلې لړۍ پاتې شوه
د افغانستان د ځغاستې ملي لوبغاړې کېمیا یوسفي په ټوکيو کې د اولمپيک د دوه زره يوويشت کال په سياليو کې نن بیا د ځغاستې په يوه سيالي کې برخه واخيسته، په ملي کچه يې ريکارډ جوړ کړ، خو بريالۍ نه شوه.
کېميا يوسفي په 13,29 ثانيو کې سل مټره ځغاسته وکړه او په همدې لړۍ کې يې اووم مقام خپل کړ.
کېميا تر دې وړاندې سل مټره وټن په 13,33 ثانيو کې وهلی و.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه