پوستکی مو څنګه تازه پاتېدای شي؟
لکه څنګه چې وایي ستاسې څېره د هغه څه ښکارندويي کوي چې تاسې یې خورئ.
له صحي خوړو استفاده کول له تاسې سره د سالم ژوند او سالمې څېرې په ساتلو کې مرسته کوي.
- اوبه
په ورځ کې په کافي اندازه اوبه څښل له تاسې سره مرسته کوي چې ځوانه او شفافه
څېره ولرئ. اوبه څښل د دې لامل کېږي چې د پوستکي په شمول مو د وجود نورې برخې لکه نوکان او وېښتان هم وده وکړي.
که د ورځې له مخې د اوبو څښاک زيات کړئ، پوستکی به تاند او تر و تازه وي.
- سویا
سویا په خپل ځان کې په زیاته اندازه وېټامین اې او انټي اکسایډیونه لري.
په خوړو کې له سویا څخه استفاده کول به د دې سبب شي چې ستاسې پوستکی مرطوب وي او ژر به ګونځي پکې پيدا نهشي.
د پوستکي د مرطوب ساتلو لهپاره باید حتماً سویا د خپلو ورځنیو خوړو په لېسټ کې شامل کړئ. سویا په وینه کې د کلسټرول سطح هم کموي.
شیدې
شیدې په خپل ترکیب کې بي دوه، بي دوولس او ډې ویټامینونه لري چې د انسان په بدن کې د کلسیم جذب ته زمینه برابروي. دغه وېټامینونه د وینې د سرو کرویاتو د ودې لهپاره چې سلولونو ته د اړتیا وړ اکسیجن رسوي ضرور دي. دغه مواد مرسته کوي چې ستاسې پوستکی او وېښتان روغ پاتې شي.
0 نظرونه