د ناسا تاریخي کارنامه
د امریکا هوايي ادارې ناسا خپل هغه ماموریت پرون پیل کړ چې غواړي لمر ته ځان نږدې کړي.
ناسا پرون په همدې اړه خپله پارکر سولر هوايي بېړۍ د امریکا له کالفورنیا ایالت فضا ته وتوغوله.
د ناسا دا څېړنیزه بېړۍ به د لمر چاپیریال ته ځان ورسوي او د فضایي څېړنو په تاریخ کې به لومړنۍ بېړۍ وي چې دومره لمر ته نږدې کیږي.
دا هوايي بېړۍ چې د یو کوچني موټر په اندازه ده، ١۴٠٠ پونډه وزن لري او سرعت یې په یو ساعت کې ۴٣٠٠٠٠ میله دی.
ساینس پوهان وایي، د لمر د زیاتې تودخې سره سره به دا بېړۍ سړه پاتې شي او ساینسپوهانو ته به دا زمینه برابره کړي چې لمر د بل هر وخت په پرتله له نږدې وڅېړي.
0 نظرونه