اوپو نوی سمارټ موبايل بازار ته وړاندې کړ
د اوپو کمپنۍ داسې یو ګرځنده ټلېفون بازار ته وړاندې کړی چې د ایفون او ګلکسي مینه مو در ماتوي.
دا ګرځنده ټلېفون داسې سکرین لري چې ان اوبه هم نه شي ور دننه کېدای.
د دې موبايل بیه هم نسبت نورو ته لوړه نه ده، خو خوندور فیچرونه هم ور اضافه شوي دي.
دا ګرځنده ټلېفون ۱۶مېګا پيکسله مخکېنۍ او ۲۵ مېګا پيکسله وروستنۍ کامره لري.
له دې سره یې رېم ۴ جيبي او حافظه یې ۶۴ جيبي ده.
د ګرځنده ټلېفون بیه ۳۴۳ امریکايي ډالر ده او کولای شئ چې انلاین یې هم تر لاسه کړئ.
0 نظرونه