ګلکسي نوټ۹ له لویې بېټرۍ او بليوټوت قلم سره
د جنوبي کوریا مشهوره کمپنۍ سمسونګ وايي، د اګست میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې به خپل نوی ماډل ګرځنده ټلېفون ګلکسي نوټ۹ بازار ته وړاندې کړي چې خلک به یې په لیدو حیران شي.
دې کمپنۍ اعلان کړی چې له دې ګرځنده ټلېفون سره به اوږده، یانې د زیات چارج وهونکې بېټرۍ او تر خوا یې بليوټوت قلم مله وي وي.
کمپنۍ وايي، دا ګرځنده ټلېفون به اته جيبي رېم،۶،۴ انچه سکرین او له ۱۲۸ تر ۵۱۲ جيبي مېموري ولري.
دا د سمسونګ تر ټولو لوړ بیه ګرځنده ټلېفون هم دی چې بيه يې ۱۲۵۰ امریکايي ډالرو ته رسېږي.
0 نظرونه