سيالي
سيالي Competition د ژونديو موجوداتو په نږدې ټولو ټولنو کې شته چې د ژونديو موجوداتو د نمو او يا د نمو د ځواکمنتيا د مخنيوي له عامل څخه عبارت ده. سيالي د ژونديو موجوداتو د يوې نوعې او يا مختلفو نوعو تر منځ را منځ ته کېږي. که د يوې نوعې ژونديو موجوداتو تر منځ سيالي را منځ ته شي دې ته C Intraspecies او که د مختلفو نوعو تر منځ وي نو بيا ورته Interspecies C وايي.
رقابت په ډېرو مواردو کې تاواني نه وي او ځينې وخت لا د يو بل په ګټه تمامېږي، خو په هر حال کې دواړه ژوندي موجودات چې په رقابت کې وي، يو له بل سره اوسېدل ورته سرخوږی جوړوي. د ژمي په موسم کې موږک او سوی د خوراکي موادو د کمښت له امله يو له بل سره سيالي کوي. په زياتره مواردو کې ژوندي موجودات يو له بل سره د سرچينو او فضا خپلولو پر سيالي ته مجبورېږي، په داسې حال کې چې دوه ژوندي ژوي د انرژي له يوې سرچينې ګټه پورته کوي او يا د ژوند ورته شرايط ولري؛ نو سيالي يا رقابت زياتېږی.
Introduction to ecology – J. C. Emberlin
موږ په خپل هېواد کې د ژوند د چاپېريال په نږدې هره برخه کې له ستونزو سره مخامخ يو. د دې لامل دا دی چې انسان غواړي په غير قانوني او غير علمي توګه په منابعو غالب شي او استفاده ترې وکړي که څه هم ايکولوژي د ټولو ژونديو موجوداتو او غير حيه موجوداتو تر منځ اړيکي څېړي خو په افغانستان د ژوند د چاپېريال تر ټولو مهم جز انسان راته برېښي چې بايد لومړيتوب ورکړل شي که انسان له منابعو څخه د استفادې په رويشونو کې تغير ته چمتو نه شي، د حيواناتو او نباتاتو ژوند به مو هم له خطرونو او ګواښونو سره مخامخ کړی وي. هغه محيط چې پورته يې امبرلين يادونه کړې او د سوی و موږک تر منځ يې د سيالي ذکر کړی که د انسان له خوا تخريب شي او بشپړه ويجاړېږي، حيوان ته به د سالمې سيالۍ کومه لاره پاتې شي چې حيوان له دې ساحې وتښتېد، نبات خو هسې انسان ترې جارو کړی، انسان ته به د ژوند کومه لاره پاتې شي؟ چټله هوا، کم خوراکي توکي، سپېره بادونه، چټلې اوبه... دا هر څه د انسان ژوند ګواښي نو که انسان پر ځان رحم کوي د طبيعت خيال ساتل په کار دي. هغه حيوانات چې مضر يې بولو، مار و لړم هم نورې نړۍ د استفادې وړ ګرځولی، ګنې د وحشي ژويو له نورو موجوداتو خو هسې ګټه اخلي.
زموږ د طبيعي منابعو اړوند ادارو ته لازمه ده چې د منابعو په ساتنه، پالنه او بقا کې جديت اختيار کړي، هغه ميراث چې له نورو نسلونو را پاتې دی، تر راتلونکو نسلونو يې په امانتداري رسول په کار دي.
0 نظرونه