ښکلول ولې خوند کوي؟
۱۴ اسد ۱۳۹۷ 202388 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ښکلول ولې خوند کوي؟

 

ښکلول د نړۍ په کچه پېژندل شوې ژبه ده چې ژباړې ته اړتیا نه لري، کټ مټ لکه د سترګو ژبه، دا د ژوند ملګرې ته د مینې د اظهار تر ټولو ساده او اسانه لار ده.

ښکلول یوازې عاطفه او شهوت نه دی، بلکې دا یو شمېر روغتیايي ګټې هم لري چې دواړو لورو ته رسېږي. د ښکلولو ځینې روغتیايي ګټې په دې ډول دي؛

۱. د بدن ځواک پیاوړی کوي. څېړنو ثابته کړې ده چې ښکلول د ښځې د بدن ځواک پیاوړی کوي او حجرې له ميکروبه ژغوري.

۲. زړه او رګونه پیاوړي کوي. دا یو ډول کېمایي ماده یا هورمون دی چې د ژوند د ملګري د ښکولو پر مهال له بدنه وځي او د زړه د پیاوړي کېدو لامل ګرځي، دا هورمون زړه ته دا ځواک ورکوي چې ټول بدن ته ډېره وینه پمپ کړي.

۳. فشار نورمال ساتي. ښکلول د وینې فشار راټیټوي او په بدن کې د وینې جریان لا پسې منظموي.

۴. ښکلول مو له ورځني فشار څخه خلاصوي. که مو ورځ ستړې ستومانه وه، د کار فشار درباندې و، د ژوند ملګری مو ښکل کړ، سمدلاسه مو سوچ مثبت اړخ ته را اوړي، ځکه ښکلول په بدن کې د کورټیزولو کچه راټیټوي دا هغه ماده چې ورخطايي مو زیاتوي.

۵. د نېمکرغۍ احساس دربښي. ښکلول د خندا او موسکا لپاره زمینه دربرابروي، ورځنۍ ستونزې مو له یاده باسي، د نېکمرغۍ احساس درکوي، دا مهال مو د اندورفون په نوم ماده په بدن کې زياتېږي چې د خپګان ضد درملو غوره بدل دی.

۶. د مخ د عضلاتو تمرین، یوه عاطفي مچکه په مخ کې د ۳۴ عضلو د خوځښت لامل ګرځي او کېدای شي، دا ۱۱۲ هغو ته ورسېږي، دا مهال په مخ کې د وینې جریان ډېریږي چې مخ ورسره تازه کېږي، په دې سربېره د غومبورو په برخه کې مخ غونجېدو ته نه پرېږدي.

 

۷. غاښونه مو پاک او سپین ساتي. ښکلول د غاښونو د سپین ساتلو طبیعي بڼه ده، کېدای شي، وپوښتئ چې څنګه ؟ ډاکتر سټیون ډیسوزا د غاښونو مشهور ډاکټر وايي؛ ښکلول د غاښونو د چینجن کېدو مخه نیسي، د ښکلولو پر مهال یو ډول ناړې په خوله کې را پیدا کېږي چې دا ميکروب وژني او اجازه نه ورکوي چې غاښ، ورۍ ته نږدې شي.

۸. خوند پیاوړی کوي او د کورني ژوند د پايښت لامل ګرځي. ښکلول د اوکسیټوسین په نوم یوه ماده ده دا ورسره ډېرېږي، دې ته «د مینې هرمون» هم وايي. زړه ورسره ارامېږي، انسان د ارام احساس کوي.

۹. ښکلول درد راکموي. د ښکلولو پر مهال انسان په خوله کې یو ډول ناړې را پیدا کېږي، ته به وایې چې نشه شوې، د ډوبامین هرمون په زیاتېدو سره د خوند احساس کوي، دا مهال دې چلند او احساس دواړه بدلېږي.

کېميا يوسفي د اولمپيک لوبو له بلې لړۍ پاتې شوه

Jul 30, 2021 29

د افغانستان د ځغاستې ملي لوبغاړې کېمیا یوسفي په ټوکيو کې د اولمپيک د دوه زره يوويشت کال په سياليو کې نن بیا د ځغاستې په يوه سيالي کې برخه واخيسته، په ملي کچه يې ريکارډ جوړ کړ، [...]

په يوولسو ولايتو کې د پوهنتونو رخصتي دوه اوونۍ وغځېدې

Jul 24, 2021 29

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د هېواد په يوولسو ولايتونو کابل، کندوز، نيمروز، دایکندي، بلخ، جوزجان، بادغیس، کندهار، نورستان، سمنگان او پنجشېر کې د پوهنتونو رخصتي د [...]

کرونا تازه ۶۰ افغانان وژلي تر ۱۲۰۰ ډېر يې نيولي دي

Jul 14, 2021 29

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، کرونا له پرون راهيسې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې شپېته تنه افغانان وژلي او دوولس سوه او لس نور ورباندې تازه اخته شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې