که د موټر کولر کاروئ، دې ټکيو ته مو پام اوسه
کلونه وړاندې به چې موټر جوړېدل، د اوس په څېر به يې پرمختلې اېسي نه درلوده، يا به يې بېخي نه درلوده.
کلونه پخوا چې به خلکو د اوړي په دغسې ګرمو ورځو کې چېرته سفر کاوه، نو کوښښ به يې کاوه سفر سهار وختي وکړي، ځکه هوا به لږ سړه وه، يا به يې په ټيټو ښيښو په موټر کې سفر کاوه.
اوس چې نوي ماډل موټرونه پرمختللې اېسي لري، خلک اسوده دي، خو څو ټکيو ته پام ډېر اړين دی.
۱ د موټر اېسي په اتومات ودرودئ.
زيات موټرونه ډېر حساس دي، که تاسې د موټر اېسي مېنول برابره کړې وي، نو يا مو يخ کېږي او پر موټر مو زيات فشار راځي، يا اېسي داسې چالانه وي چې ګرمي مو کېږي. په اتومات ډول د اېسي جوړول ستاسې د موټر د اېسي عمر اوږدوي.
۲ د اېسي درېڅي ځان ته مه سيخوئ.
که په موټر کې نور څوک هم درسره ناست وي، نو که تاسې د موټر د اېسي درېڅي څوکيو ته مخامخ سيخې کړئ، ستاسې پر مخ به يخه هوا لګېږي، خو د بدن نور غړي او د موټر نوره سپرلۍ به په ګرمي ووژنئ. ښه ده چې د اېسي دريڅې د بام لور ته خلاصې کړئ، په دې توګه به په ټول موټر کې يخه هوا تاوېږي او ګرمي به د هيچا نه کېږي.
۳ موټر ته له ختو سره سم اېسي مه چالانوئ.
په دې توګه مو له يوې خوا د موټر پر ماشين ډېر فشار راځي او بل دا چې اېسي لومړی د موټر دننه شته ګرمه هوا په موټر کې تاووي او نور مو هم په تکليف کوي.
۴ د اېسي پرزې مو وګورئ.
د موټرو جوړوونکې کمپنۍ وايي، که مو موټر له شپاړس زره نيولې تر څلرويشت زره کيلو مټره پورې چلولی وي او لا مو هم د اې اسي پرزې، ګاز او نورې برخې نه وي بدلې کړې، د تل لپاره به له اېسي څخه خلاص شئ.
۵ سهار هم اېسي چالانه وساتئ.
ځينې کسان په ګرمي کې د سهار له خوا د موټر اېسي نه چالانوي، ځکه دوی ته هوا سړه ښکاري، خو په اوړي کې په دقيقو کې هوا تغير کوي. که تاسې د سهار له خوا اېسي بنده ساتلې وي، له د باندې مو د موټر پر ښيښو او ماشين فشار راځي او د موټر او اېسي حالات مو خرابوي. ښه ده چې سهار هم اېسي اتومات وساتئ.
0 نظرونه