هګۍ په بوتل کې
ډېرو خوږو ماشومانو! ايا کولای شئ چې يوه غټه هګۍ همداسې روغه په يوه داسې بوتل کې ننباسئ چې خوله يې د هګۍ د اندازې په نسبت تنګه وي؟
تاسې ته به دا کار ناشونی ښکاري، خو ناشونی نه دی، راځئ چل يې زده کړو!
يوه ښه غټه هګۍ چې ماته نه وي، را واخلئ او درې ورځې يې يوه لوښي کې کېږدئ، خو سرکه ور واچوئ. درې ورځې وروسته چې يې وګورئ، د هګۍ پوټکی به نرم شوی وي.
په ډېر احتياط به يې را واخلئ او په بوتل به يې ننباسئ.
سړې اوبه به ور واچوئ، د هګۍ پوټکی به بېرته کلک شي، اوس نو دغه هلګۍ له بوتله بېرته نهشئ را ايستلای.
0 نظرونه