د نړۍ تر ټولو خوندي موبايل جوړ شو
شاید ځينې کسان له دې کبله پر ټلېفون مهمې خبرې نه کوي چې هسې نه یا یې غږ ریکارډ شي او یا هم ترې ډېټا پټه شي.
خو تازه خبر دا دی چې په سویټرزلېنډ کې د دې هېواد د ملي ټیکنالوجي کمپنۍ دعوه کړې چې له سایبري بریدونو خوندي ګرځنده ټلېفون یې جوړ کړی دی.
دې کمپنۍ ویلي، دا موبايل سولارن نومېږي او د نړۍ یو له قوي ترینو موبايلونو څخه دی چې د انسان پټ موضوعات ترې نه شي پټېدای.
کمپنۍ وايي، د دې موبايل بیه زر امریکايي ډالره ده او نور پرمختللي خدمات هم لري.
0 نظرونه