درې ټوکې
سلامونه يارانو!
دا راته وواياست چې څومره ټوکې مو زده دي؟ راځئ نن مو درې ټوکې درته راوړې دي، راځئ چې کومه مو پکې ډېره خوښېږي. رښتيا، تاسې هم کولای شئ چې خپل مطالب را ولېږئ، موږ به يې ستاسې له عکس سره درته چاپ کړو. زموږ شمېره به دلته هم درته وليکو؛
۰۷۹۷۶۲۹۰۶۲
اوس به زه هم ورک وای!
يوه ورځ د ملا نصرالدين خر ورک شوی و. ملا درګرده لګيا و، شکرونه يې ايستل. چا ورته وويل چې عجيبه ده، خر هم ستا ورک دی او شکرونه هم ته باسې!
ده ورته وويل چې شکرونه به خود باسم چې که زه ورباندې سپوری وای، اوس به زه هم ورک وای.
***
دوه لېونيان
دوه لېونيان په بېړۍ کې سپاره وو. د سمندر په منځ کې د بېړه ډډه سورۍ شوه.
يو لېونی ور پاڅېد او د بېړۍ بله ډډه يې سورۍ کړه. هغه بل لېوني ورته وويل چې دا ولې؟
ده ورته وويل چې که له يوې خوا څخه بېړۍ ته اوبه را ننوځي؛ نو چې له بلې يې خوا يې بېرته ووځي.
***
غاښونه
لمسۍ؛ انۍ! غاښونه دې شته؟
انۍ؛ نه بچيه! غاښونه مې له کومه کړل؟
لمسۍ؛ ښه نو دغه کورت واخله چې زه له ښوونځي راځم، تر هغو يې راته وساته.
0 نظرونه