ټویټر۷۰ میلیونه اکاونټونه تړلي
د ټولنیزو رسنیو مشهور وېبسایټ ټویټر ویلي، هغه ۷۰ میلیونه اکاونټونه یې تړلي او یا یې هم د اوس لپاره له کاره غورځولي چې غلط مالومات یې خپرول.
واشنګټن پوسټ لیکي، دا اکاونټونه د مې او جون په میاشتو کې تړل شوي او یا هم له کاره غورځول شوي دي.
راپور زیاتوي، کمپنۍ هڅه کوي، څو پر ټویټر د غلطو مالوماتو د خپرېدو مخه ونیسي او هغه ټول اکاونټونه لهمنځه یوسي چې بېځایه مالومات خپروي.
0 نظرونه