موږک د سوړې د ننوتو نه و، چچ يې لا ګوښی په لکۍ پورې وتاړه
«د متلونو کيسې»
وايي چې يو وخت موږکان د خپلو حقونو د ساتنې لپاره سره را غونډ شول او فيصله يې وکړه چې د ځان ساتنې په غرض بايد يو پاچا ولري او د هغه اطاعت وکړي.
موږکانو خپل پاچا وټاکه، خو د دې لپاره چې وپېژندلای شي؛ نو بايد يوه ځانګړې نښه ولري.
د ځانګړې نښې په توګه يې ورته چچ په لکۍ پورې وتاړه. موږکان د خپل پاچا د درناوي لپاره د هغه شا و خوا را ټول وو چې پيشو را ښکاره شوه.
موږکان ټول په يوه بله خوا وتښتېدل او په سوړو ننوتل، خو پاچا چې په لکۍ پورې يې چچ تړلی و، د سوړې په خوله کې بند پاتې شو او پيشو له لکۍ را ونيو، و يې خوړ.
0 نظرونه