_4331.jpg)
مېږی او کوتره
یو وخت د اوړي ټکنده غرمه وه، یو تږی مېږی کښته پورته ستړی ستومانه وچ حلق لالهانده په اوبو پسې ګرځېده، تر ښه ډېر وخت وروسته یې د اوبو یوه چينه پیدا کړه، مېږي د چینې څنډې ته ور څېرمه پر یوه شین واښه د ختلو هڅه وکړه چې اسانه د چينې سپینې او پاکې اوبه وڅښي، خو ناڅاپه یې پښه وښویېده، د چینې ډنډ ته ور ولوېد.
نږدې و چې د چینې په ډنډ کې ډوب شي، خو خوشبختانه د چینې پر غاړه یوه لویه جګه ونه ولاړه وه، په دې ونه کې ښکلې او مهربانه کوتره ناسته وه، کوترې چې د مېږي بېچاره نارې او غوټې ولیدې، ډېر ژر یې له ونې یوه پاڼه را وشکوله او د چینې په منځ کې یې د مېږي تر څنګ ایله کړه، مېږی د پاڼې په لیدو خوښ شو، په منډه ور وخوت.
د پاڼې په مرسته د چینې سپینو اوبو پر سر وچې ځمکې ته راووړ. مېږي ټوپ کړ له پاڼې راکښته شو.
لږ ګړی وررسته، یو ښکاري له سیمې تېرېده، د کوترې په لیدو یې غوښتل چې کوتره په خپله غولکه ښکار کړي، خو مېږي چې د ښکارې بېرحمه او ظالمانه کړنه ولیده، ډېر ژر یې ښکاري پر پښه وچيچه، ښکاري چیغه کړه خوږ شو، کوترې چې د ښکارې غلبله واورېده سمدستي یې والوته.
0 نظرونه