
زمری او موږک
يوه ورځ د ځنګله پاچا زمری ويده و، يوه کوچني موږک د زمري چار چاپېره کښته پورته ځغستل، په دې سره زمری ډېر ژر را ويښ شو، زمري په خپله لويه خپړه کې موږک را ونيو او قوي ژامه يې پرانيستله چې و يې خوري.
موږ په ژړا وويل، زمری پاچا! دا ځل مې وبښه بيا داسې نه کوم او ستا دغه احسان به هيڅکله هېر نه کړم، کېدای شي يوه ورځ ستا لپاره ښه کار تر سره کړم.
رمزي چې د موږک دا خبره واورېده چې يوه ورځ به زما لپاره ښه کار تر سره کړي؛ نو رحم يې پرې وکړ، خپړه يې ترې لرې کړه او موږک يې ازاد کړ.
څه موده وروسته ښکاريان ځنګل ته په ښکار پسې ولاړل، زمری يې ونيو او په ونه پورې يې ټينګ وتاړه، وروسته ولاړل چې لوی قفس راوړي او زمری باغوحش ته يوسي.
دغه شېبه هغه کوچنی موږک له دې ځايه تېرېده، که ګوري زمری تړلی او غمجن ښکاري، په بېړه د هغه خوا ته ورغی او رسۍ يې په خپلو تېره غاښونو پرېږده او د ځنګل پاچا صاحب يې خلاص کړ.
موږک وويل؛ ګوره ما سم نه وو درته ويلي؟ نن ډېر خوشاله يم چې زموږ له لوی پاچا سره مې مرسته وکولای شوای!
زمري هم له موږک څخه مننه وکړه، اوس له هغه راهيسې زمری موږک نه خوري.
0 نظرونه