
اوس به بريټانوي ماشومان پر سپوږمۍ لوبې کوي
راتلونکی کال به د بريټانوي ماشومانو دوه ريموټي موټرونه د سپوږمۍ پر مخ ور کښته شي او بيا به ورباندې د بريټانيا د ښوونځيو ماشومان له ځمکې لوبې کوي.
د ورکولو شويو مالوماتو په اساس، د سپېس ايکس، فالکن ناين راکټ به د راتلونکي کال په اکټوبر کې دغه موټرونه سپوږمۍ ته له ځان سره يوسي او بيا به هلته د ماشومانو له خوا د سپوږمۍ پر مخ ځغلول کېږي.
د مون مارک سپېس په نامه کمپنۍ وايي، د موټر ځغلولو دغه سيالۍ دوی جوړې کړې دي او موټرونه هم ډيزاين شوي دي.
د دغې کمپنۍ په خبره، په لومړيو اتو اوونيو کې به د بېلابېلو لېسو او ښوونځيو شاګردان په خپلو کې پر دغو موټرو د ځغاستې سيالۍ کوي او په اخير کې به وتلې دوه ډلې له يو بل سره د سپوږمۍ پر مخ موټر ځغلوي.
کمپنۍ پر دغو سياليو د موبايل اټونومس پروسپیکټنگ پلېټ فارم نوم ايښی دی او وايي، موخه يې ورڅخه ماشومان تشويقول دي چې اسمانو ته وخېژي او له ستورو او سيارو سره بلد شي.
1 نظرونه
ldxttfaiqb
شنبه، ۷ حمل ۱۴۰۰پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply