چین لېزري کلاشینکوف جوړ کړی
چین وايي، داسې لېزري کلاشینکوف یې جوړ کړی چې تر ۸۰۰ مټرو فاصلې پورې انسان او یا هم جامې سوځولی شي.
ساوت چاینا مارننګ پوسټ لیکلي، دا خطرناکه وسله زیډایمزیډ کمپنۍ جوړه کړې.
ورځپاڼه زیاتوي، دا کلاشینکوف داسې شعاع خپروي چې په سترګو نه لیدل کېږي، خو بدن سوځوي.
د دې کلاشینکوف وزن درې کیلو ګرامه دی پکې له لتيیم جوړه شوې بېټرۍ ځای پر ځای شوې ده چې کولای شي چې ۱۰۰۰ شعاعوې په یوه وار فایر کړي.
د دې کلاشینکوف بیه ۱۵ زره امریکايي ډالره ده.
0 نظرونه