پېريانو ته غزنی څه وي
«د متلونو کيسې»
وايي چې يوه د برخې خاوند ته غرمه مهال ډېره درانه مېلمانه راغلل. د ده په کور کې له وچې ډوډۍ پرته د خوراک نور هيڅ نه وو. نور کورونه لرې وو.
بله لاره يې نه مومنده، خپل منونکی فرمانبردار پېری يې چې «مېلو» نومېده، را وغوښت او حال يې ورته ووايه.
مېلو د سترګو په رپ کې داسې خواړه راوړل چې کوربه ليدلي وو او نه مېلمنو کله چېرته خوړلي وو.
ده مېلو وپوښت چې دا خواړه خو په دې نږدې کليو کې نه پيدا کېږي، دا دې له کومه راوړل؟
هغه وويل چې دا مې په غزني کې د پاچا له کوره راوړل.
مېلمنو چې د مېلو خبره واورېده، و يې ويل؛
«که څه خواړه شاهانه وو، خو غزني ته ورپسې تګ او بېرته راتګ، په دومره لږ وخت کې د نه منلو خبره ده.
کوربه وويل؛
پېريانو ته غزنی څه وي؟
0 نظرونه