نور نو ډرون هم خوندي نه پاتې کېږي
ډرون تر اوسه پورې د جګړې په ډګر کې تر ټولو ښه وسله بلل کېده، ځکه په خورا اساني يې ټول هغه ځايونه موندل او په نښه کول چې رسېدل ورته ګران دي او بېرته به خوندي هم راګرځېده، خو تر دې وروسته به داسې نه کېږي، ځکه د ډرون ضد تر ټولو پرمختللې او باوري وسله جوړه شوه.
په ډنمارک کې څېړونکیو داسې پوځي اله جوړه کړې چې کولای شي ډرون پیدا او بیا یې له کاره وغورځوي.
دې الې ته د ۱۰۳ډرون ډټیکټرکا نوم ورکړل شوی او کولای شي چې ډېر په اغېرناک ډول خپل کار مخ ته یوسي.
دا اله ۲،۴ ګیګاهرټز او ۵،۸ ګیګا هرټز فریکونسي تر یو کیلومټر پورې خارجوي او بیا کولای شي په همدې اندازه کې هر ډول ډرون کشف او خنثی کړي.
دا اله د ډرون سیګنل پیدا کوي او بیا ټول هغه سیګنلونه لهمنځه وړي چې ډرون ترې کنټرولېږي.
0 نظرونه