نجونې او ژور خپګان
موږ په داسې یوه زمانه کې ژوند کوو چې رواني اختلالات لکه وېره او ژور خپګان ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي او ډاکټران ورځ تر بلې د دې اختلالاتو د مخنيوي لپاره خپلو ناروغانو ته اړوند درمل ورکوي.
کېدای شي په ژور خپګان اخته کېدل ګڼ لاملونه ولري، خو اوس روغتیاپالانو دا هم موندلې ده چې په بدن کې د ځينو ويټامینونو نه شتون هم انسان په ژور خپګان اخته کولای شي.
۱. ويټامین B
د (B) ګروپ ويټامینونه چې له وېرې او ژور خپګان سره مستقیمه اړیکه لري، له ډېرې مودې را په دې خوا د سټرس د ويټامینونو په نوم هم یادېږي. هغه څېړنه چې په ۲۰۱۳ کال کې شوې ده او پایلې یې په International Scholarly Research Notices ژورنال کې خپرې شوې دي، په ګوته کوي چې د «بي» ګروپ ويټامینونه پر سټرس مستقیمه اغېزه لري او کمښت یې د دې ناروغۍ لامل کېږي.
څېړنې ثابته کړې ده چې که د ورځې ۱۸ګرامه د بي ګروپ ويټامینونه واخیستل شي، د سټرس د له منځه تلو لامل کېږي. د بي ګروپ په ويټامینونو سربېره ځینې مېوې لکه مڼه، کېله او نور... هم سټرس له منځه وړي.
۲. ويټامين C
د «سي» ويټامین ته انټياکسيډان هم وایي چې د روغتیا لپاره ډېر ګټور دی. څېړنو ثابته کړې ده چې د «سي» ويټامین د ژور خپګان د له منځه وړو لپاره ډېره ګټه لري. هغه څېړنه چې په ۲۰۱۵م کال کې شوې ده، ثابته کړې ده چې ويټامین سي د ژور خپګان د له منځه وړو لپاره تر ټولو ښه نسخه ده.
۳. ويټامین D
د «ډي» ويټامین کمښت له بد خلقۍ، ډار او ژور خپګان سره مستقیمه اړیکه لري او ان کله کله د سرطاني ناروغیو وېره هم را منځ ته کولای شي. څېړنو ثابته کړې ده، هغه کسان چې د دې ويټامینونو له کمښت سره مخ وي، تر ډېره خپه او ستړي ښکاري. د «ډي» ويټامینونه په کبانو او هګیو کې موندل کېدای شي. لمر ته کېناستل هم ويټامین ډي جوړولای شي او د روحیې د پیاوړتیا لامل کېږي.
مګنیزیم
د امریکا د مریلنډ پوهنتون د څېړنو مرکز وایي، په بدن کې د مګنیزیم کمښت د سروټونینو د کمېدو لامل کېږي. دغه راز هغه درمل چې پر ژور خپګان د اخته کسانو لپاره ورکول کېږي په بدن کې د مګنیزیمو د تولید سبب ګرځي. کېلې او کبان د مګنیزیم د تولید اصلي سرچینې بلل کېږي.
يادونه: د دې ليکنې د ژباړن نوم فايله ورک شوی، موږ يې په پيدا کېدو و نه توانېدو، خو د ليکنې د اهميت په خاطر مو زړه وکړ چې درته خپره يې کړو.
0 نظرونه