پاکستانيانو هم روباټ جوړ کړ، خو پوهېږئ څه کاره روباټ؟
د ډول ډول روباټانو په اړه مو په سرخط کې لوستي دي، خو راځئ نن د یوه داسې روباټ په اړه ولولئ چې کولای شي خوندورې جلبۍ درته پخې کړي.
دا روباټ د جل بوټ په نوم یوې پاکستانۍ کمپنۍ جوړ کړی او وايي، هغه مهال یې دا فکر ذهن ته راغی چې په ګرمۍ کې یې یو تن د جلبيو پخولو پر مهال ولید چې خولې پر روانې وې او کار یې کاوه.
دا روباټ په یو کال کې جوړ شوی او کولای شي په یوه ورځ کې ۴۰ کیلوګرامه جلبۍ پخې کړي.
0 نظرونه