نوې څېړنې؛ ستاسې د موبايل بېټرۍ لوی جاسوس جوړېدای شي
تاسې ته به د ګرځنده ټلېفونو بېټرۍ يوازې د چارج ذخيرې ښکاري، خو پر دغو بېټريو شوې وروستۍ څېړنې ښيي چې بېټرۍ کولای شي په بشپړه توګه ستاسې جاسوسي وکړي.
په دې اړه د ټيکساس، اسټن او هيبرو پوهنتونونو امنيتي ماهرانو څېړنې کړې دي او يو اوږد راپور يې خپور کړی دی.
دوی وايي، هيکران کولای شئ په ځينو بېټريو کې د يوه واړه مايکرو کنټرولر په ځای پر ځای کولو سره، ستاسې ټول مالومات غلا کړي.
دوی وايي، دغه اله به د بېټرۍ د چارج ختمېدو ته په کتو سره پوهېږي چې تاسې د موبايل کومې کومې تکمې کېکاږئ او څه ليکئ، يا څه لولئ او بيا به دا مالومات اړوندې ادارې ته لېږي.
د څېړونکيو د راپور په اساس، همدا مالومات به بيا د مصنوعي ذهانت يو کمپيوټر لولي او سره يو ځای کوي به يې چې له ورايه به ستاسې په اړه ټول مالومات ځنې ښکاري.
دوی وايي، په هوايي ډګرونو او د موبايلونو د ترميم په دوکانونو کې په بېټرۍ کې د دغې الې د ځای پر ځای کولو، يا بېټرۍ بدلولو زيات امکان شته او بايد وار له مخه يې مخه ونيول شي.
0 نظرونه