چې سيفو شو، نو اوس پوه شوم
«د متلونو کيسې»
يو خان و، سيف الدين نومېده. دا چې سيف الدين خان هم له پلاره نازولی و او هم يې جايداد ډېر و؛ نو ډېر بدخرڅه روږدی شوی و.
په لږ موده کې يې خپله هستي څه په ښه ځوانۍ او څه په ډمو او ډمانو تمامه کړه او چې د غفلت له دې درانه خوبه را ويښېده؛ نو هر څه يې برباد کړي وو.
سيف الدين خان خپله خواري او د خوارۍ له کبله يې په پخواني احترام کې کمی دواړه غبرګ احساس کړل.
يوه ورځ د پښېماني په حال کې پر لاره روان و چې د چا غږ يې واورېد؛
سيپو اکا ستړی مه شې!
ده چې خپل هغه دروند نوم دومره بېاعتنا واورېد؛ نو مخ يې ور واړاوه او د «خوار مه شې.» پر ځای يې ورته وويل؛
«چې سيپو شوم، نو اوس پوه شوم!»
0 نظرونه