اپل او سمسونګ سره پخلا شول
خبر به واست چې اپل کمپنۍ له سمسونګ سره د اختراع د انحصار په اړه په جنجال کې کښېوتي وه او دې شخړې یې اووه کاله دوام وکړ.
خو تازه خبر دا دی چې اوس دې کمپنیو تر خپل منځ دا جنجال پای ته رسولی دی.
اپل شرکت پر سمسونګ د ایفون د ډیزاین د کاپي کولو دعوه کړې وه.
که څه هم ویل شوي چې دواړه شرکتونه سره هوکړې ته رسېدلي، مګر د دې هوکړې جزیات نه دي ډاګیز شوي.
تر دې وړاندې دواړو شرکتونو د ډیزاین د حق د خوندیتوب د تعریف پر سر د اختلاف له امله د اروپا، اسیا او اسټرالیا په محکمو کې د یو بل پر ضد عريضې کړې وې.
0 نظرونه