دا نکل مو اورېدلی؟
يارانو تاسې دې سرلوړي یاست!
کله مو له اړمنو انسانانو سره مرسته کړې؟
ګورئ که مو په وس پوره وو، د اړمنو خلکو لاسنيوی به کوئ او مرستې ته به يې ځان رسوئ، په همدې اړه مو د سرخط په دې ګڼه کې د کوترې او ګلاب ګل نکل درته راوړی دی، راځئ ويې لولئ او پند ترې واخلئ.
کوتره او د ګلاب ګل
اجمل تورمان
وه نه وه يوه کوتره وه، مهربانه او ډېره ښايسته وه. يوه ورځ ښايسته کوتره خپلو بچو ته د دانې د پيدا کولو په نيت له کوره ووته. کوترې خپل ښايسته وزرونه رپول او په هوا کې روانه وه چې يو ناڅاپه يې د ګلو په يو بڼ کې د ګلاب يو ګل ته پام شو چې ډېر مړاوی دی. کوتره ټيټه شوه د يوې ونې پر څانګه کښېناسته او د ګلاب له ګله يې پوښتنه وکړه؛
ګرانه ګله! ولې داسې مړاوی يې؟
د ګلاب ګل په خپګان کوترې ته وويل؛
ګرانې کوترې! وګوره زما نور همزولي څنګه تر او تازه دي خو زه وچ پاتې يم، زما پاڼې ټولې وچې شوې دي، زه د دې ونې شاته يم چاته نه ښکارم، ځکه څوک اوبه نه راکوي، زه به وچ شم او نور ګلان به و نه نيسم.
کوترې د ګلاب د ګلبوټي خبرې واورېدلې او هغه ته يې وويل؛ ته مه خپه کېږه، ګرانه ګله زه ځم چې اوبه راوړم او هومره دې اوبوم چې تر ويده کېدو پورې وچ نه شې. ته به بيا ښايسته، ښايسته ګلان ونيسې او د همزولو په شان به تر و تازه شې.
دا يې وويل او والوته، تله، تله، تله تر هغه چې د اوبو يوې ويالې ته ورسېده. کوترې چې وکتل نو ويې ليدل، يوه نجلۍ منګی ډکوي، کوترې کليوالې نجلۍ ته سلام ورکړ او د ګلاب ګل د بوټي کيسه يې ورته وکړه.
نجلۍ منګی له اوبو ډک کړ او کوترې ته يې وويل؛ که چېرې ته ما ته د ګلاب د هغه بوټي ځای راو ښيې، نو زه به هغه له وچئدو وژغورم. کوترې په ډېرې خوشحالي ومنله او په هوا شوه، نجلۍ منګی په سر لاندې او کوتره پاس په هوا تلل... تلل... تلل... څو چې د ګلاب ګلبوټي ته ورسېدل. نجلۍ د اوبو ډک منګی د ګلاب ګل بوټي ته واړاوه، ګلاب ګل ښې ډېرې اوبه وڅښلې او له مهربانې کوترې يې مننه وکړه، په خوشحالي يې وويل؛ اوس به نو زه هم د نورو همزولو په شان تر و تازه شم او ښايسته ښايسته ګلان به ونيسم.
0 نظرونه