پاس لاس به د چا وي؟
نازوليو ملګريو له بديو او سختيو په امان شئ!
کله چې له نورو ماشومانو سره يو ځای شئ، څه ډول لوبې کوئ؟
راځئ نن يوه په زړه پورې لوبه در زده کوم چې هم خندا پکې ډېره وي او هم مو سات پرې تېر شي.
دغه لوبه د ماشومانو تر منځ ډېری وخت په هغو کورونو او کليو کې کېږي چې راډيو، ټلوېزيون او يا هم د نورو لوبو وسايل و نه لري. دا لوبه ماشومان هغه وخت کوي چې کورونونو ته يې مېلمانه ماشومان هم راغلي وي، شمېر يې ښه ډېر وي.
په «پاس لاس به د چا وي» لوبه کې ډېر ماشومان سره را ټولېږي او پر مخ يې وړي.
د دې لوبې قانون داسې دی چې یو ماشوم سر په ځمکه کښېږدي، خپل زنګنونه تر سینه لاندې کړي او لاسونه په خپل څنګ پورې کلک ونیسي، نور ماشومان یې پر شا لاسونه یو د بل له پاسه کښېږدي، د لوبې مشر ورباندې غږ وکړي چې پاسنی لاس به د چا وي؟
دی به د هماغه کس نوم اخلي، مثلاً وايي به د احمد. که په رښتيا هم د احمد لاس له پاسه وي؛ نو دی به پاڅېږي او احمد به ټیټېږي او که لاس د بل چا و، یو ځل شور او غالمغال جوړشي، خنداوې پيل شي او ايښودل شوي لاسونه ټول په یو ځل اوچتېږي او د ملامت یا د ټیټ شوي ماشوم پر شا رالوېږي، سخت غړج به ور کوي، له غړج سره سم وایي «هلئ درځ ورکړئ.» تر هغه وخته پر ملامت باندې هلئ درځ چلېږي چې پاسنی لاس يې سم نه وي ښوولی او پېژندلی.
کله چې د پاسني لاس کس وښوول شو، دا ماشوم له ملامتي خلاصېږي او هماغه ماشوم چې پاسنی لاس یې پاس يې ايښی و او په نښه شو، هماغه ټیټېږی، لوبه همداسې دوام کوي چې څو ټولو ماشومانو ته نوبت ورسېږي.
0 نظرونه