درې پيشوګانې
سلام يارانو له خوښيو او خوشحاليو ډک ژوند ولرئ.
تاسې هم له حيواناتو او څارويو سره مينه لرئ؟ حیوانات ژبه نه لري، خو د هغوی مینه د هغوی له حرکاتو او کړو وړو مالومولای شئ. انسانانو ته هم لازمه ده چې د دې بېخولې بېزبانه حیواناتو پر وړاندې مهربانه واوسېږي او هغوی ازار نه کړي.
نن مو د يوې مهربانې نجلۍ کيسه درته را اخيستې ده چې له پيشوګانو سره يې څه ډول مينه لرله او د يوازېتوب څومره ښې ملګرې يې وې.
وه نه وه د تورو غرونو شا ته په يوه خاورين کلي او زړه کوډله کې يوې ښکلې نجلۍ ژوند کاوه. دغه ښکلې نجلۍ پاولينه نومېده.
پاولينه ډېره مینهناکه نجلې وه، خو پلار و مور يې هغه وخت مړه شوي وو چې دا ماشومه وه. پاولینې یوازې ژوند کاوه، د دې لپاره چې له يوازېتوبه بېغمه شي، څو ښکلې پيشوګانې ساتلې وې. خپلو پیشوګانو ته به یې سندرې ويلې، لوبې یه یې ورسره کولې او ژوند یې په خندا او خوشالي ورسره تېراوه.
يوه ورځ چې پاولینې يوه ښکلې پيشو په خپله غېږ نیولې وه دا سندره یې ورته ویله:
دا پيشو د چا ده
دا پيشو زما ده
زه ورته خواړه راوړم
خوړو سره اوبه راوړم
له رنګه ډېره سپينه ده
زما ده ګلورينه ده
په ناز ناز يې ساتمه زه
په مينه يې پالمه زه
د دې سندرې تر ويلو وروسته پاولينه په چورت کې شوه، ښايي مور و پلار یې ور یاد شول، په همدغه وخت کې د پيشوګانو ورته پام شو، کله یې چې د پاولينې له خپګانه ډکه څېره ولېده، دوی هم خپه شوې. د پاولینې چې پیشو ګانو ته پام شو او د ځان لپاره یې د هغوی خپګان احساس کړ، ژر بېرته راسمه شوه، هغه پر دې وپوهېده چې یوازې نه ده او څوک شته چې د دې د خپګان او خوشالي فکر ورسره دی.
نو تر دې وروسته یې له ځان سره ژمنه وکړه چې ناهیلې کېږي به نه او خپلې ښکلې پيشوګانې به نه خپه کوي.
1 نظرونه
خلیل مشعل
دوشنبه، ۳ ثور ۱۳۹۷پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply