تر دې وروسته به ګېم کوئ او جامې به مينځئ
په ټایوان کې د پوهنتون یوه محصل د جامو مینځلو لپاره داسې ماشین جوړ کړی چې وېډیو ګېم هم لري.
د جامو مینځلو (Washing Machine) په دې ماشین کې په یوه وخت هم جامې مینځل کېږي او هم کولای شئ چې ګېم وکړئ.
د دې ماشین پورته برخه د وېډیو ګېم لپاره ده او لاندې برخه یې بیا جامې پاکوي او ځانګړی ماشین په کې نصب دی.
په زړه پورې خبره خو دا ده چې د جامو د مینځلو د ماشین کار په وېډیو ګېم پورې تړلی، څومره چې وېډیو ګېم کېږي، نو هومره به جامې په ښه ډول او ګړنديتوب سره مینځل کېږي.
0 نظرونه