ختايي کلچې به څنګه برابروئ؟
د اړتيا وړ مواد:
يوه پيمانه بايد د يوې کيلو په اندازه ځای ولري.
- د چای خوړولو وړوکی ګيلاس
- يوه پيمانه بوره
- درې پيمانې ترميده وړه
- د چای يوه کاچوغه د هيل تازه پوډر
- د چای خوړلو يوه کاچوغه د کلچو يا کيک پوډر
- يوه پيمانه مايع غوړي
- د ښکلا لپاره ميده او روغه پسته
د چمتوکولو طريقه:
داش له وړاندې د فارانهايټ ۴۰۰ درجې چې د سانټي ګراد ۲۰۰ درجې کېږي ګرم کړئ.
مواد «وړه، بوره، هيل، د کلچې پوډر» په يوه لوښي کې ښه مخلوط کړئ.
غوړي په کراره ور زيات کړئ او په لاسونو يې له پنځو دقيقو زيات وموښئ چې بوره او وړه نرم حالت پيدا کړي.
د پنځه او لسو دقيقو لپاره يې کېږدئ. بيا يې له دوو تر دريو دقيقو پورې د دويم ځلي سره ووهئ.
دا کار هم وکړئ:
د لمدو شويو وړو او مخلوط يوه برخه د هګۍ په اندازه توپ ته ورته جوړه کړئ، په ګوته يې منځنۍ برخې ته فشار ورکړئ، که يې درځ پيدا نه کړ، رڼه بڼه يې وايستله؛ نو مواد چمتو دي، خو که يې درځونه، وکړل، په ترتيب سره يو څو څاڅکي غوړي ور زيات کړئ او د دويم ځل لپاره يې و ازمايئ چې چمتو شي.
مخلوط شوي او جوړولو ته اماده مواد په ۱۲ مساوي برخو ووېشئ، د وړو توپونو په بڼه يې جوړ کړئ. توپونه د يوه غوړ شوي کاغذ په وسېله د کلچو بل هموار لوښي ته واړوئ او د کلچو تر منځ د يوه انچ په اندازه واټن پرېږدئ. لومړی يې د لاس د ورغوي په وسېله لږ هوار کړئ او د ګوتې په وسېله د کلچې مرکزي برخې ته زور ورکړئ. د داش په منځنۍ برخه کې يې د ۱۵ دقيقو لپاره يې پختن ته پرېږدئ. کلچې درځونه پيدا کوي، خو رنګ يې بدلون نه کوي، يوازې لاندېنۍ برخه يې لږ طلايي رنګ پيدا کوي. له داشه يې را وباسئ، روغې پستې د ګوتې په فشار پکې ور داخلې کړئ او د ميده پستې په مرسته یې ښکلې کړئ. کلچې د دوو ساعتونو لپاره په يخچال کې کښېږدئ، سر يې پرانستی پرېږدئ چې سړې او د خوراک وړ شي.
0 نظرونه