ترپ و تروپ دی
ملګريو روغ رمټ اوسئ!
نن مې د احمدولي اڅکزي يو شعر در ته راوړی، هيله ده خوښ مو شي، لږ ورته وخاندئ او خوند ترې واخلئ، راځئ له خپلو نورو ملګريو سره يې په ګډه ولولئ.
ترپ و تروپ دی، کړپ و کړوپ دی
دا څه حال دی، شړپ و شړوپ دی
خندکيان يې ټول حيران کړل
درب و دروب دی، سرپ و سروپ دی
کړوپ بابا يې په غوسه کړ
ټک و ټوک دی ټخ و ټوخ دی
زموږ نانی ورور يې راويښ کړ
ټس و ټوس دی ډز و ډوز دی
موږکان ورته خوشال دي
درز و دروز دی، خړس و خړوس دی
پر هډوکو يې سره جنګ دی
د پيشيانو ډب و ډوب دی
ګړب و ګړوب دی، کړپ و کړوپ دی
دا څه حال دی سرپ و سروپ دی
0 نظرونه