پتنګان څنګه ژوند کوي؟
جوړ روغ، خدای مو سرلوړي لره!
د پتنګ په اړه مو اورېدلي دا له کومه کېږي، څه خوري، څنګه ژوند کوي؟ د سرخط په دې ګڼه کې درته د پتنګ په اړه مالومات درکوم، راځئ ويې لولی.
پتنګان ډېر ډولونه لري، يو له بل سره د غټوالي او جنسيت له مخې توپير کوي، خو په لومړي سر کې پتنګ دا اوسنی شکل نه لري.
پتنګان ډېری وخت په کلانو او شنو ځايونو ګرځي، خو په لومړي سر کې چينجي ته ورته شکل لري او د چنجي په بڼه راوځي. پتنګان لومړی هګۍ وي، بيا ترې جينچي جوړيږي او وروسته په پتنګانو بدليږي.
د ګلانو په پاڼو لومړی وړې سپينې هګۍ موجودې وي، کله ناکله خو بيخي نه ليددل کېږي.
چينجي چې د يوه سانتي متر په اندازه شي، خپل شاوخوا يو پوښ جوړوي او د هغه په منځ کې ژوند کوي، دا چينجي د ګلانو او د ګلانو په پاڼو له شيرې څخه خوراک په توګه استفاده کوي.
پتنګان هم همدا څه خوري، خو انگور، مالټه، کيله او د مځکې توت يې ډېر خوښېږي، په سړه هوا کې تودو سيمو ته ځي، ان تر يو کاله هم ژوند کوي.
0 نظرونه