اورورينې ډبرې پېژنئ؟
السلام عليکم
ملګريو خدای مو روغ رمټ لره!
هغه به څه شی وي چې تر ځمکه لاندې وي، نرم او ګرم وي؛ خو چې د ځمکې سر ته راوځي، کلکېږي؟
نن مې يوڅه ته ورپام شو، زما کوچني ملګري تکل را نه وپوښتل، دا ځينې ډبرې ولې سورۍ سورۍ وي؟
تاسې دا راته وواياست چې دا ډول ډبرې او کاڼي تاسې هم ليدلي چې واړه او ګڼه سوري پکې وي؟
ګورئ په ځينو سيمو کې له دغو ډبرو د پښو او پوندو د سپينولو لپاره هم کار اخيستل کېږي او د پښو تېږې يا سګلوني ورته وايي. په اصل کې دا اورغورځوونکې ډبرې دي .
د جيولوژي پوهان وايي، مګما تر ځمکې لاندې ويلي شوي مواد دي چې کله پورته راشي لاوا يې بولي .کله چې مګما د ځمکې سر ته راځي، په ځمکه کې درزونه پيدا کوي چې د وتلو لار پيدا نه کړي، همالته سړېږي او په کلکو تيږو بدلېږي.
په لاوا کې ګازونه او بخار هم وي، کله چې لاوا د ځمکې له تله را ووځي، ګازونه ترې وځي او مواد سړېږي، ځايونه يې تش پاتېږي. دا ډبرې له هغو اورغورځوونکيو موادو په لاس راځي چې لاوا يې بولي او تر ځمکه لاندې وي.
که ستاسې په سيمو کې هم داسې ډبرې وي، نو په دې پوه شئ چې يو وخت هورې کومه دا ډول پېښه را منځ ته شوې ده.
0 نظرونه