د لوبو کوم شيان بايد ماشومانو ته ور نه کړئ؟
د بریتانیا یوه وزیر ویلي چې دلوبو کوم شیان چې ماشومانو ته جوړېږي، د ماشومانو او په تېره بيا وړو نجونو کاري راتلوونکي ته تاوان رسوي.
خو ایا دا کار په رښتیا تر کومه بریده د ماشوم راتلونکی تر اغېز لاندې نيسي؟
هرڅوک د لوبو له شیانو یوه خاطره لري، کېدای شي دا خاطره د یوې ناوې، نانځکې، یو موټر یا داسې نورو شيانو وي او دا په دې مانا نه ده چې ماشومان دې ټول د نانځکو جوړولو فابرېکې ولري او یا دې ټول موټروانان او نور... شي؛ خو د بریتانیا د پوهنې او روزنې وزیر الیزابټټراس وايي چې د لوبو شیان د ماشوم په راتلوونکې کې د دوی په ټاکنه کې ډېر اثر کوي. د نجونو او هلکانو د لوبو شیان باید توپیر سره ولري چې په راتلوونکې کې هم په خپله ټاکنه کې له کومې ستونزې سره مخ نه شي. د هلکانو لپاره موټر، سرویس او داسې نور...
خو د نحونو لپاره نانځکې، پخوونکې او داسې نور جوړ شي چې هر څوک له خپل ذوق سره سم هر څه د ځان لپاره غوره کړي، ټراس همدا شان وايي چې دلته د کمپنۍ له مشرانو سره خبرې هم شوې دي چې ماشومانو ته دې داسې څه بازار ته راوړي چې د دواړو تر منځ توپیر وشي؛ نو دا کار به د ماشومانو مينه او لېوالتیا نوره هم ډېره کړي. همدغسې په ځېړنه کې ویل شوي، هغه ماشومان چې په ګډو شیانو یې لوبې کوي، دوی هم د دې پلوي دي چې د لوبو شیان يې سره بېل شي.
د لوبو شيان پر ماشوم اغېز لري؟
د روهمپتون پوهنتون یو ښوونکي فرانسيس هم پر دې عقېده دی چې د لوبو شیان پر ماشومانو دغه تاثیر لري. دی پر دې باور دی چې د لوبو شیان د ماشوم لپاره بېلابېل پیغامونه لري او ورته ښيي چې کوم کار د هلکانو او کوم د نجونو لپاره مناسب دی؛ ځکه د لوبو شیان بېلابېلې محتواوې لري چې په دواړو برخو کې دا توپیر اړین دی. د لوبو ټول شيان د ماشوم د شخصيت او ذوق په ټاکنه کې برخه لري، داسې شيان ورته انتخاب کړئ چې سالم پاتې شي.
0 نظرونه