په سينګار کې سترګې ساتئ
سترګې د انسان په وجود کې يوه اساسي او نازکه برخه ده، که پام ورته و نه شي، د انسان د ړندېدو او يا هم له نورو جدي ستونزو سره د مخ کېدو وېره يې ډېره ده.
د سينګارتوکيو د استعمال پر مهال دې ټکو ته پام وکړئ؛
ریمل خطرناک توکی دی
ریمل د سينګار په توکيو کې تر ټولو خطرناک ټوکی دی چې باکټریاوې په اساني ځاله پکې کوي او د ميکروبونو ستره سرچينه بلل کېږي. باکټرياوې هم په تور او ارامه چاپېریال کې په اساني سره ځای پر ځای کېږي. ميکروبونه له ريمل څخه د هر ځل ګټې اخيستو سره کولای شي، تر سترګو ځان ورسوي چې د سترګو د ميکروبي کېدو، د سترګو سخت دردونه او ان د ړندېدو لامل هم کېدای شي.
مېرمنې بايد هره مياشت خپل ریمل بدل کړي، که میاشت نه وي، په هرو دوو میاشتو کې خو باید هرومرو بل ډول ريمل واخلي او وکاروي. کله چې تاسې هر ځل د ریملو سر خلاصوئ، له اکسیحن سره هم ډېرې باکټریاوې د ریملو په مخ راټولېږي چې دا کار په سترګو کې د خارښ یا د سترګو د سرو کېدلو لامل ګرځي او ان کله د سترګو په دننه کې د ګل کېدو لامل هم کېدای شي.
د سترګو لینز
کله چې تاسې له لینزه ګټه اخلئ، په یاد لرئ چې لومړی مو بايد لینز پاک او صحي وي، وروسته يې بیا په مناسب ډول واچوئ چې سترګو ته مو زيان و نه رسوي. په دې برخه کې که مو لږ تېروتنه او بېغوري وکړه، خدای مه کړه د سترګو په درد او يا جدي ستونزه به اخته شئ.
روغتياپالان سپارښتنه کوي چې هيڅکله د سترګو له لینز سره مه ويدېږئ، ځکه چې دا شی ډېر وخت بېځايه کېږي او ان له دې سره د ړندېدو جدي وېره شته.
0 نظرونه