راشئ کونګ مو راوستلی دی!
۶ ثور ۱۳۹۷ 138606 0 نظر انگک بنگک

راشئ کونګ مو راوستلی دی!

يارانو تاسې دې روغ ياست!

درسونه خو پيل شوي، څه حال مو دی، ګورئ غيرحاضري به نه کوئ، په خپل وخت به ښوونځي ته ځئ.

نن مو د کونګ په اړه مطلب درته تيار کړی دی. دغه ډېر مشهور مرغه دی، مطلب ولولئ، خو ګورئ بيا به يې په ټولګي کې له نورو ملګريو سره هم شريکوئ.

کونګ په سترګو او غږ مشهور مرغه دی. دا هغه مرغه دی چې مختلف غږونه باسي او په افغانستان کې تر ډېره خلک دې مرغه ته په ښه نظر نه ګوري. په خلکو کې عام نظر دا دی چې ياد مرغه د شپې ذکر کوي، خو چې سهار را نږدې شي، بيا انګولي.

د کونګ د جسم پورتنۍ برخه سوررنګه او وزر يې سپین رنګ لري، د خولې جوړښت يې ګرد دی، پښې يې ژېړبخونې او تورې دي، د ښځينه په بدن يې داغونه لږ ډېر وي، په غوړېدلو وزرونو تر دريو فټونو پورې الوتلای شي، ښځینه کونګ د نر په پرتله درند وي، د کونګانو ۱۶ ډوله موندل شوي دي.

کونګ تر ځان کوچني مرغان ښکار کوي او خپل ځان له ښکار کېدو ساتي. هسې خو موږکان، سویان، مرغۍ او حشرې د بزګرانو لوی دښمنان دي، خو کونګ د دې ټولو دښمن دی او بزګران له لویې ستونزې ژغوري؛ ځکه خو کونګ د بزګرانو ملګری ګنل کېږي. په عمومي ډول کونګان له يوه تر دوو کلونو پورې عمر کوي .

کونګ کوچني مرغان ټول تېروي، خو غټ مرغان او حشرې بیا ټوټه ټوټه کوي، په عامه توګه کونګ خپله ځاله په داسې ځایونو کې جوړوي چې له ځمکې شل مټره لوړه وي، یا په خرابو، ړنګو ځایونو، کاریزونو او څاوو کې اوسېږي .

کونګ خپلو سترګو ته حرکت نه شي ورکولای، هغه یوازې مخامخ ليدای شي، د نورو مرغانو په پرتله د کونګ بڼې ډېرې نرمې او پستې دي؛ ځکه خو د الوتلو پر مهال هيڅ غږ نه لري، له همدې امله په ډېره اساني ښکار کوي او کمزوري مرغان خواران نه باندې خبرېږي.

د کونګ د اورېدو قوت ډېر پياوړی دی، خو غوږونه يې نه ښکارېږي؛ ځکه چې د هغه غوږونه د سترګو او وزرانو شا ته پټ دي. کونګ د شپې په تیاره کې د خپل ښکار د ټيټ اواز په اورېدو سره هم د هغه لوری مالوموي او ښکار کوي يې.

کونګ له نورو مرغانو بېل ډول پنجې لري چې څلور نوکان پکې دي. د دغه مرغه پښې لږ غټې او پنجې او نوکان يې ډېر پياوړي وي. مښوکه يې د نورو الوتونکيو غوندې تېره او کږه ده، د بڼکو له امله يې مښوکه کمه ښکارېږي.

اوس به بريټانوي ماشومان پر سپوږمۍ لوبې کوي

Dec 01, 2020 29

راتلونکی کال به د بريټانوي ماشومانو دوه ريموټي موټرونه د سپوږمۍ پر مخ ور کښته شي او بيا به ورباندې د بريټانيا د ښوونځيو ماشومان له ځمکې لوبې کوي.

مېږی او کوتره 

Oct 03, 2018 29

یو وخت د اوړي ټکنده غرمه وه، یو تږی مېږی کښته پورته ستړی ستومانه وچ حلق لالهانده په اوبو پسې ګرځېده، تر ښه ډېر وخت وروسته یې د اوبو یوه چينه پیدا کړه، مېږي د چینې څنډې ته ور [...]

زمری او موږک

Sep 12, 2018 29

يوه ورځ د ځنګله پاچا زمری ويده و، يوه کوچني موږک د زمري چار چاپېره کښته پورته ځغستل، په دې سره زمری ډېر ژر را ويښ شو، زمري په خپله لويه خپړه کې موږک را ونيو او قوي ژامه يې [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې