کيسۍ
انډيولانو اسلام عليکم!
خدای خو دې وکړي چې تاسې به ذهنونه لټ نه اموخته کوئ، د روانو اوبو په شان به ياست. نن بيا د کيسيو نوبت دی، راځئ ويې لولئ، خو لومړی هڅه وکړئ چې ځوابونه يې پخپله ورته پيدا کړئ.
که مو ځوابونه ورته پيدا نه شوای کړای، لاندېني، ځوابونه ولولئ.
دا څه شی دي؟
۱. د ورځې ګرځي د شپې چې راشي، وازه خوله ونيسي؟
۲. دی حلال، خو رنګ يې دی مردار؟
۳. وړوکی تنورګی دی، خو له لالونو ډک دی؟
۴. مړ له قبر پاڅېږي، ژوندی له غاړې ونيسي؟
۵. له پاسه راغلل دوه سیندونه، ورته و يې نيول پنځه بيلونه؟
۶. سور کندوګک، له اوړو څخه دی ډک، په منځ کې یې ټمبه ده، زما یوه ګوله ده؟
۷. دوه ومه په درې شوم، لېرې وم نږدې شوم؟
۸. دا څه شی دي، لاسونه يې په ملا کې وي، نېغه ولاړه وي؟
ځوابونه
۱. بوټ
۲. شکوڼ
۳. انار
۴. تلک
۵. پزه
۶. سنځله
۷. سپینږيری
۸. لوټه
1 نظرونه
idress karimi
جمعه، ۱۸ قوس ۱۴۰۱پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply