لاسي باڼه څنګه کاروئ؟
۶ ثور ۱۳۹۷ 155328 0 نظر روزنامه سرخط

لاسي باڼه څنګه کاروئ؟

که غواړئ سترګې مو ښکلې او ښایسته ښکاره شي، مصنوعي باڼه وخت نا وخت له یاده مه باسئ. له مصنوعي بڼو سره چې کله سترګو ته رپ ور کوئ، د سترګو ښکلا مو یو په دوه کېږي. دا چې څنګه دغه باڼه په ماهرانه توګه کېښودلای شئ، لاندې لارې چارې تعقيب کړئ.

۱. پرته له دې چې په بڼو کوم فشار راوړئ، په ډېرې ارامي سره هغه د (موچینک) په مرسته له کوتي را وباسئ. پام مو وي چې مات نه شي.

۲. وروسته يې د سترګو د دواړو کونجونو له اصلي بڼو سره په یوه اندازه کې ونيسئ او د مصنوعي بڼو اضافي برخې پرې کړئ.

۳. بیا د یو پيشقاب په مخ د باڼو سر یښ واچوئ او د موچینک په تېره څوکه لږ سريښ را واخلئ او د مصنوعي بڼو په بېخ کې یې ووهئ.

۴. وروسته له دې په ډېر دقت سره مصنوعي باڼه د اصلي بڼو له پاسه نږدې کښېږدئ. په داسې حال کې چې سترګه مو پټه وي.

۵. دا چې په اینه کې ګورئ، سر مو لږ لېرې ونيسئ چې د بڼو شا سمه درښکاره شي.

۶. په دغه پړاو کې مصنوعي باڼه د سترګو له کونجونو سره په منظم ډول کښېږدئ او بیا وروسته د باڼو د قات‌کوونکي موژه‌قات په واسطه مصنوعي باڼه له اصلي بڼو سره یو ځای قات کړئ. له دې وروسته ټول باڼه په دایروي شکل جوړ کړئ چې اصلي او مصنوعي باڼه په یوه اندازه شي.

۷. د یوه نازک برس په واسطه د سترګو له کونجه تر اخېره پورې زور ورکړئ او چک کړئ چې باڼه بشپړه سریښ شوي، که نه.

۸. له یوې تر دوو دقیقو پورې صبر وکړئ چې سریښ وچ شي، تر وچېدو وروسته سترګې سوکه رڼې کړئ او وګورئ چې د سترګو نورې برخې خو به ککړې شوې نه وي.

۹. که مو د سترګو شا و خوا نه وي ککړه کړې، د سترکو تور خط ( لانر) په واسطه یو نری خط د مصنوعي باڼو په بېخ کې وباسئ. وروسته بیا ریمل په باڼو ووهئ چې اصلي او مصنوعي باڼه مو یو له بل سره ګډ شي.

که چېرې د مصنوعي بڼو کیفیت مو ښه وي، کولای شئ څو ځله ګټه ترې واخلئ او که کیفیت يې ښه نه وي، بیا یوازې يو ځل کارولای شئ.

د افغانستان موټرسايکل سپرې پېغلې؛ هدف يې چېرته ځان رسول نه، پيغام رسول و

Dec 07, 2020 29

په يوه داسې هېواد کې چې د ښځو لويه برخه يې په کورو کې تر تشدد لاندې او د نظام پر ضد په جګړه کې ډېره کارېدونکې سپرلي يې موټر سايکل ده، د يوې لېرې پرتې سيمې نجونې پر موټرسايکل [...]

که ماشوم ته تی نه ورکوئ، شکره کېږئ

Oct 15, 2018 29

امریکايې څېړونکيو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته وموندل هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپل تی «شیده» ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.

له اضافي وېښتانو سره به څه کوئ؟

Oct 01, 2018 29

د مېرمنو له‌پاره د بدن پر ځينو برخو وېښتان يوه لانجمنه او اندېښمنوونکې ستونزه ده چې ډېری يې په پاکي، پل او نورو شيانو ختموي، خو د دې پر ځای چې دا وېښتان کم شي، ورځ تر بلې ډېرېږي [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې