تر دې وروسته به په خوب کې هم زدهکړه کوو
ډېر کسان خوب ته په قار وي چې هسې وخت ورباندې ضايع کېږي، خو اوس ساينسپوهانو مالومه کړې چې په خوب کې هم زدهکړه کولای شو.
کيسه داسې ده چې په سانفرانسسکو کې يوې ډلې ساينسپوهانو د خوب او حافظې په اړه څېړنې کولې او دا يې مالومه کړه چې په خوب کې هم ځينې زدهکړې کېدای شي.
په دغو زدهکړو کې لومړنی يې د يوې بلې ژبې زدهکړه ده.
ساينسپوهانو څو ويدو کسانو ته د جرمني ژبې څو الفاظ په خوب کې ور واورول او وروسته چې هغوی ويښ شول او دوی ترې پوښتنه وکړه، نو ياد يې وو.
څېړونکي وايي، په دې سربېره، د موسيقي د الو غږول هم په خوب کې زده کېدای شي.
دا چې په خوب کې نور څه زده کولای شو، راتلونکيو څېړنو ته به په تمه شو.
0 نظرونه