ماشوم داسې وروزئ
د پلار او مور لویه ځانګړتیا او مسووليت د خپلو ماشومانو پر وړاندې د هغوی روزنه او د مسوولیت جدي احساس دی چې باید په ځان کې یې پیدا کړي.
میندي او پلرونه غواړي چې ښه بااستعداده او روغ بچیان ولري، د دې کار لپاره د لاندې ټکيو په پام کې نیول اړین دي .
- له ماشوم سره خپل چلند کنټرول کړئ .
- د ماشوم خبرو ته ښه غوږ ونیسئ .
- د خپل ماشوم احساسات درک کړئ .
- له ماشوم سره مرسته وکړئ چې ټولنیزې اړیکې څنګه ټینګې کړي .
- خپل ماشوم په ناسمو نومونو مه یادوئ، هغه ته سم اخلاق او چلند ور زده کړئ .
- ماشوم ته د زدهکړې او کشفونې لپاره فرصت برابر کړئ.
- هيڅکله پر هغه په زور خپله خبره او افکارمه تپئ .
- هڅه وکړئ چې ماشوم ته د زدهکړې خوند ور زده کړئ، هغه ماشوم چې تل خپل پلار و مور پر زدهکړه او مطالعې بوخت ویني بې له دې چې څوک ورته ووایي هغه هم همدا لاره خپلوي، هر وخت يې تعقيبوي .
- له ماشوم سره یو ځای ډوډۍ وخورئ، ځکه د ډوډۍ خوړلو پر وخت د کورنۍ غړي يو له بل سره خبرې کوي او ماشوم هغه کلمې زده کوي چې ورته اړ دی.
- د ماشوم له ښوونکي سره تل په اړيکه کې اوسئ، په دې کار د خپل ماشوم د لیک لوست نیمګړتیاوې ښې پوره کولای شئ .
- د ماشوم لپاره د ښوونځي د کورنۍ دندې د ترسره کولو او لوبو لپاره مناسب مهال وېش په نظر کې ونیسئ .
- کله چې ماشوم په کوم مضمون کې کمې نومرې اخلي، خپل زغم مه بايلئ، له هغه سره په دې برخه کې مرسته وکړئ .
- خپل ماشوم هيڅکله مه مایوس کوئ؛ ځکه هغه ښه پوهېږي، هر څه چې غواړي هغه ټول نه شي لرلای، یوازې کله کله غواړي چې تاسې امتحان کړي .
- له ماشوم سره په تونده لهجه خبرې مه کوئ، ځکه دا کار هغه ته دا ورښیي چې یوازې قدرت مهم دی، که هغه په ښه توګه رهنمايي کړئ، ښه غبرګون ښايي .
- ماشوم ته هسې بېځايه وعده مه ورکوئ، ښايي چې که هغه پوره نه شئ کړای پر ځان به د هغه باور له منځه یوسئ .
- داسې کارمه کوئ چې ماشوم ځان ډېر بېارزښته انسان احساس کړي.
- د داسې کارونو کولو ته یې مه اړباسئ چې د هغه په توان کې نه وي، دا کار په هغه کې د تل په مخه د ناتواني احساس ټوکوي .
- د خپل ماشوم ناوړه عادتونه بیا بیا مه وریادوئ، ځکه دا کار نه یوازې د دغو عادتونو د مخنیوي لامل نه کېږي، بلکې هغه دوامداره کوي .
- د نورو همزولو پر وړاندې خپل ماشوم مه رټئ، که له هغه سره په یوازې توګه خبرې وکړئ او ناسم کارونه یې ور وښياست، ډېر اغېزناک ثابتېږي.
- ماشوم تل هڅه کوي، هرڅه وازمویي، هرو مرو له هغو یو څه زده کوي، نو په دې کار کې ورسره مرسته وکړئ .
- د ماشوم پوښتنو ته په سړه سینه ځواب ووایئ او له پوښتنې کولو یې مه منع کوئ .
- دا هيڅکله مه هېروئ چې ماشوم له هڅونې او تشویقه پرته نه شي بریالی کیدای .
- له ماشوم سره داسې چلند وکړئ چې له خپلو ملګريو سره یې کوئ، په هغه صورت کې به مو ماشوم هم له تاسې سره د خپل ملګري په توګه عمل کوي.
0 نظرونه