پسرلی
د پسرلي په څېر تازه او د ګلونو غوندې ښکلو ملګريو ستړي مه شئ!
کله چې ژمی تېر شي، پسرلی راځي. دا هم يو ښکلی او ځانګړی موسم دی. پسرلی د کال لومړی فصل دی. په دغه فصل کې په دښتو، غرونو، رغونو او بڼونو کې رنګارنګ ګلان زرغونېږي، خلک ډلې ډلې د ګلانو د سیل او د طبیعت له ښکلا د خوند اخیستو لپاره دښتو او د غرونو لمنو او د سیل ځایونو ته ځي. ځينې کورنۍ دا مېلې تر څلوېښتو ورځو پورې په بېلا بېلو دودنو سره نمانځي.
د سرخط په دې ګڼه کې مو يو ښکلی شعر درته راوړی، روغمن کاکا ليکلی او پسرلی يې پکې ستايلی دی، تاسې هم خوند واخلئ، ويې لولئ.
پسرلی
زېری چې بهار راغی
ژوند سره سينګار راغی
سر شو په نغمو بلبل
ګل ته په چغار راغی
یوم په لاس ملیار د باغ
بڼ ته په تلوار راغی
یو د نوي کال سپرلی
بل مو په روزګار راغی
ټولو زیار ایستونکو ته
ښکلی وخت د کار راغی
دا وایي روغمن موږ ته
وخت د افتخار راغی
0 نظرونه