د نړۍ دا لوی مخترع وپېژنئ
سلامونه انډيوالاونو! نوی کال مو بختور شه!
نن به نو له خيره سره ښوونځي ته هم روانېږئ، په دې هيله چې د کال تر پايه ډېر څه زده کړئ او لويې لاسته راوړنې ولرئ.
د سرخط په دې ګڼه کې درته لوی مخترع اډيسن در پېژنو، هيله ده له تاسې څخه هم لوی لوی مخترعين جوړ شي.
په ۱۸۴۷مېلادي کال کې په امریکا کې یو ماشوم وزېږېده، دی لا دا ستاسې په عمر و چې په ښوونځي کې شامل شو.
دغه ماشوم اډيسن و چې د ښوونځي پر درسونو سربېره، په خپلو ځمکو کې په کرکېله هم بوخت و.
څه موده یې ورځپاڼې پلورلې، په پنځلس کلنۍ کې يې د چاپ ماشین واخیست او خپله ورځپاڼه یې پرې چاپوله.
اډيسن په شپاړس کلنۍ کې کور، کلی پرېښودل، نیوریاک ته ولاړ. د پنځو کلونو په موده کې یې ۱۲۲ اختراعګانې وکړې.
ګرامافون یې جوړ کړ چې لومړی ځل یې د ویونکي ماشین غږ په نړۍ کې خپور کړ.
څه موده وروسته له برقي قوې څخه د روښنایي پيدا کولو په فکر کې شو چې دا کار ډېر ورته ناشونی ښکارېده، خو دی ناهیلی نه شو، خپل کار ته یې په کلک عزم ملا وتړله او په ۱۸۷۹مېلادي کال کې د اکتوبر په ۲۱مه نېټه په دې بریالی شو چې د برېښنا بهیر په ګروپ کې د روښنايي په توګه راولي.
0 نظرونه