د واده په شپه به څنګه سينګار کوو؟
که مو کومه ناوې سينګاروله، يا مو خپله د واده شپه او ځان مو سينګاراوه، نو د نړۍ د ځينو وتليو سينګارګرو دغه لاندې څو مشورې په غوږ کې ونيسئ.
د مخ پوډر سينګار ثابت ساتي
د مخ پوډر وچ دي، کولای شي ستاسې د سينګار په دوامدار کولو کې مرسته وکړي.
که د سترګو سيوری په پوډر ووهئ، نو جوړېدونکی سيوری نه خرابېږي او نه هم ښويېږي، بلکې خپل لومړنی شکل ساتي، خو تاسې هم هڅه وکړئ چې تر ټولو لوړ کيفيت او مخصوص پوډر وکاروئ، تر څو مو سينګار ډېر دوام کړي.
د پوډر په مرسته مو باڼه پنډ کړئ
هغه ناويانې چې باڼه يې نازک وي، کولای شي تر ريمل وهلو له مخه لومړی د سفېدې يا پوډر مخصوصه تکه په پوډر ووهي، وروسته اضافي پوډر ترې لږ وڅنډي او بيا يې پر باڼو په ارامۍ ووهي.
سترګې مو پټې کړئ، څو د سترګو داخل ته لاړ نهشي. وروسته ريمل ووهئ. که بيا مو هم په خوښه نه و، همدا کار تکرار کړئ.
له پوډر وهلو وروسته، بيا ريمل ووهئ. دوه يا درې ځله په افقي ډول ريمل پر خپلو بڼو تېر کړئ، خو دا کار بايد په چټکۍ وکړئ چې ريمل غوټه په بڼو وچه نه شي.
څه ډول مژهقات (باڼه غبرګوونکی) وکاروو؟
هر وخت چې تازه له حمام څخه د باندې راووځئ، نو خپل باڼه مو د مژهقات په مرسته جوړ کړئ، ځکه چې په دې وخت کې باڼه نرم او ښه لانده شوي وي، نو نه خېژي او ښه قاتوالی هم اخلي.
که په ډېره بېغورۍ او محکم ډول سره مژهقات وکاروئ، د بڼو د تويېدو او يا هم د دايمي تويېدلو سبب ګرځي.
هڅه وکړئ، فلزي باڼهقات و نه کاروئ، بلکې له پلاسټيکي هغه کار واخلئ.
0 نظرونه