نانځکه
ګلونو تاسې نانځکې لرئ؟ که يې لرئ نو خامخا به درباندې ګرانې وي.
ما مې خپلې نانځکې ته يو شعر ليکلی، تاسې يې هم ولولئ، که مو خوښ شو، نو خپلو نانځکو ته يو يو شعر وليکئ او بيا يې موږ ته راولېږئ.
زما نانځکه
ماته مور راکړه نانځکه
ښایسته، ښکلې نازکه
زما نانځکه نازنینه
په ما ګرانه ده شرینه
ما یې نوم ایښی ګوډۍ ده
د ګوډۍ سترګې مې شنې دي
هم په غاړه یې مرۍ دي
شنه کالي یې بخملي دي
موږ جوړ کړي ماشيني دي
زما ګوډۍ زما ملګرې
ناسته څنګ کې مې تل غلې
په انګړ که په کوټه وي
شپې په کټ کې راسره وي
ښکلې څنګ کې مې ویده وي
0 نظرونه