له کوره به د پخلی بوی څنګه ورکوو؟
د پخلي پر مهال د سوځېدلو او د پخلي د ځينو موادو بوی ډېر ناراحت کوونکی وي.
شايد ډېری مېرمنې د پخلي پر مهال د ځينو خوړو او موادو لکه هوږې، پياز، لاندي، کبانو او نورو د سره کولو له ناسم بوی سر وټکوي چې د کور فضا ورخرابوي، خو کولای شئ، په اسانۍ سره له دې ستونزې ځان خلاص کړئ.
ډېری خواړه شته چې له پخولو سره يې د کور فضا خرابېږي او کېدای شي، دا تر ډېره په ځينو کسانو بدل ولګېږي او ان حساسيت ور سره پيدا کړي.
د دې بويونو د له منځه وړلو لپاره لومړني کارونه د کړکين، هواکش او دروازې پرانيستل دي چې کور ته تازه هوا دننه شي او د پخلي بوی له منځه لاړ شي، خو په اوسنيو وختونو کې چې هوا سړه ده، د کورونو د ګرم ساتلو په برخه کې بايد له احتياط څخه کار واخيستل شي، څو بېځايه لګښت و نه شي، نو يوه غوره لاره بايد ورته وسنجول شي.
په کور کې د خواره شوي بوی د له منځه وړلو لپاره ګڼې لارې چارې شته، يوازې په کار ده چې دا لارې چارې يو ځل وازمايل شي.
- په يوه قاب کې د قند يوه ټوټه کېږدئ، لږه اندازه عطر پرې واچوئ، تر هغه يې پرېږدئ چې عطر ښه جذب کړي، وروسته قند ته اور ورکړئ او له لږ شېبې وروسته اور مړ کړئ، په دې سره به د کور فضا او بوی په ښکلي هغه بدل شي.
- که غواړئ د پخلي له لومړي سره هواکش چالان کړئ، وروسته د سپينې سرکې يوه اندازه په لوښي کې واچوئ، د ګاز له لمبې سره څېرمه يې کېږدئ چې د سرکې بوی د سره کړي پخلي بوی خنثی کړي.
- هرڅومره چې ډوډۍ خوندوره وي، په هماغه اندازه يې د سوځېدلو بوی هم ناراحت کوونکی او نامناسب وي، نو که چېرې پخلی وسوځېده، اوبه د ګاز په لمبه ګرمې کړئ، يو څو ټوټې لېمو ورواچوئ، تر ډېره يې پرېږدئ چې د سوي بوی له منځه يوسي.
- د اوبو ډک لوښی په اور کېږدئ، څو ټوټې دارچيني او يا هم د هغه پوډر ورواچوئ، تر هغه يې پرېږدئ چې اوبه په جوش راشي، د دارچيني بوی به په کور کې خور شي او ناسم بوی به له منځه يوسي.
- که بوی ډېر تېز و او پاسنيو کارونو پايله ور نه کړه، نو کړکين او دروازه پرانېزئ، تر څنګ يې يوې لويې ټوټې ته نم ورکړئ، تر ډېره يې وخوځوئ، څو بد بوی ورک شي.
- که غواړئ د کور فضا مو ښکلی بوی ولري، نو يوه اندازه جعفري په تخم پزۍ کې واچوئ، د پنځو د قيقو لپاره حرارت ورکړئ، کور او خونو ته به ښکلی بوی ورکړي.
0 نظرونه