ډانلوډ ارشیف
[ سپينه ماڼۍ وايي، په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر تر بل هر وخت کم شوی او نن يوازې دوه زره او پنځه سوه تنه په افغانستان کې پاتې شول.
[ نن ماسپښين په کندوز کې يوه ملا له خپلو مقتديانو غوښتي چې په دغه ولايت کې پر زهره راډيو بريد وکړي او تر لمانځه وروسته ملا او مقتديان يې ټول پر دغه راډيو ورختلي دي.
[ ملي امنيت وايي، د غور د ولايتي شورا وکيل عزت الله بېګ ورڅخه د هغه د نيولو پر وخت وژل شوی دی.
[ د کندهار امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت پوليس د کندهار په سپين بولدک ولسوالي کې شپږ تنه پاکستاني جاسوسان نيولي او دا مهال يې کوم ناڅرګند ځای ته وړي دي.
[ د افغانستان ملي امنیت وايي، سرتېرو يې په پکتیکا ولایت کې د طالبانو د حقاني شبکې يوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده.
[ د غزني امنيتي چارواکي وايي، نن څلور بجې د غزني ښار د دويمې امنیتي حوزې اړوند سرې میاشتې ته څېرمه په یو بایسکل کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله يو تن شهيد او ...
[ ملي دفاع وزارت وايي، سرتېرو د کندهار په دوو ولسواليو کې تر پنځوس زيات طالبان وژلي او ګڼ شمېر نور يې له پښو غورځولي دي.
[ ۲۱۵ ميوند قول اردو وايي، د هلمند د سنګين لپاره د طالبانو هسې مازې ولسوال يې په يوه هوايي بريد کې وژلی دی.
[ د کاپيسا د علماوو شورا د رييس ميرويس کريمي پر موټر چاودنه شوې.
[ نن يکشنبه د جدې اوومه تر اوسه په کابل کې ارامه تېرېږي او د ناامنيو، چاودنو او هدفي وژنو کومه ناوړه پېښه نه ده شوې.
[ د تېر په څېر بيا د کابل سهار په چاودنو پيل او د ښار په بېلابېلو برخو کې يو په بل پسې درې چاودنې وشوې چې له امله يې دوه سرتېري شهيدان او درې تنه ژوبل دي.
[ د هرات د پښتونزرغون ولسوالي يوه ناوې وايي، خاوند يې له دې امله چې "د هغه په خبره" دا د بکارت پرده نه لري، طالبانو ته تللی او ورڅخه غوښتي يې دي چې دغه ناوې سنګسار کړي.
Sarkhat