ملي امنيت د حقاني شبکې يوه ډله نيولې
۲۲ جدی ۱۳۹۹ 177533 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ملي امنيت د حقاني شبکې يوه ډله نيولې

 

د افغانستان ملي امنیت وايي، سرتېرو يې په پکتیکا ولایت کې د طالبانو د حقاني شبکې يوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده.

سرخط ورځپاڼې ته د ملي امنيت له عمومي رياست څخه په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د دغې پنځه کسیزې ډلې مشري د نقیب الله په نوم یو تن کوله چې په عبدالحي مشهور و او د منګوري ماین چاودنو او هدفي وژونو مسوولیت يې درلود.

ملي امنيت وايي، د حقاني شبکې دغې ډلې د پاکستان له ای‌ایس‌ای سره اړیکې درلودې او د هغوی په اشاره يې په خوست، پکتیا او پکتیکا کې خلک وژل.

ملي امنيت وايي، نيول شوې ډلې پلان درلود چې د پکتیکا د مرکز ښرنې په ګڼه ګوڼه کې موټر بم چاودنه وکړي.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې