نن په کابل کې تر اوسه کومه بده پېښه نه ده شوې
نن يکشنبه د جدې اوومه تر اوسه په کابل کې ارامه تېرېږي او د ناامنيو، چاودنو او هدفي وژنو کومه ناوړه پېښه نه ده شوې.
د کابل خلک د واورې اورېدو له امله په يخه شوې هوا کې په نورماله توګه ژوند ته دوام ورکوي او خوشحاله دي چې يوه داسې ورځ هم راځي چې په ډزو او چاودنو نه پيل کېږي.
د کابل په ميرويس ميدان کې د شکور په نامه يوه کراچۍ وان سرخط ورځپاڼې ته وويل، خلک ورېدلي دي، چې ډېر ضرور کار به يې نه و، چندان به ښار ته نه راوتل، خو نن ورځ يې تمه پيدا شوې چې که خدای وکړي او چاودنې ورکې شي، نو ژوند به روان شي.
دی وايي، په ارامه ورځ يې، شپه په کور کې ښه او توده تېرېږي.
د کابل د دهبوري سيمې يو دوکاندار حسين علي چې پرون يې هلته چاودنې دوکان لړزولی و، وايي، نن يې يو زړه دوه او توکل په خدای کړ، د دوکان دروازه يې پرانيسته، خو سره له دې چې اندېښمن دی، نن خوشحاله دی چې ورځ نميايي ته رسېږي او کوم بد خبر يې نه دی اورېدلی.
له تېرې څه مودې راهيسې د کابل وضعيت او د خلکو رواني حالت يې د مقناطيسي بمونو چاودنو، هدفي وژنو او د ناامنيو نورو پېښو ډېر خراب کړی دی.
سره له دې چې دغو ناوړو پېښو روحيه وژلې، خو د ژوند تمه او راتلونکي ته اميد لا ژوندي پاتې دي.
0 نظرونه