سرتېرو شپږ پاکستاني جاسوسان نيولي
د کندهار امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت پوليس د کندهار په سپين بولدک ولسوالي کې شپږ تنه پاکستاني جاسوسان نيولي او دا مهال يې کوم ناڅرګند ځای ته وړي دي.
سرخط ورځپاڼې ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، په دغو شپږو جاسوسانو کې دوه يې پاخه د پاکستان د استخباراتي شبکې ایايسای غړي او څلور يې بيا برحاله پاکستاني پوليس دي چې تر ډېورنډ دې غاړې ته د جاسوسي لپاره رااوښتي ول.
په نيول شويو کسانو کې د ایايسای دوه تنه کارکوونکي پښتانه دي او د چمن اوسېدونکي ول.
د کندهار په امنيه قومانداني کې امنيتي سرچينو سرخط ورځپاڼې ته وويل چې دغه کسان د موټرو د اخيستو په پلمه تر کرښه رااوښتي ول، خو پوليسو پېژندلي او راګرځولي يې دي.
ټول نيول شوي کسان اوس پوليسو له ځان سره چېرته وړي او پوښتنې ګروېږنې ورڅخه روانې دي.
څه موده وړاندې ملي امنيت په کابل کې د چينايي جاسوسانو يوه ډله نيولې وه چې مرسته ورسره پاکستاني استخباراتو کوله، خو تر نيول کېدو وروسته بېرته چين ته ولېږل شول.
0 نظرونه