
د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو
نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.
تر دغې غونډه وروسته د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ وويل، ناټو پر افغانستان راغلی حالت بېخي له نږدې څاري او بشپړه متوجه ده.
ده وويل، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې موږ خپل هيڅوک له افغانستانه نه باسو.
ينس سټولټنبرګ وايي، موږ دقيق پلان لرو، خو حالت ته په کتو به يې پلان تغير کوي او له اړتيا سره سم، هماغسې اقدام به کوي.
ده وويل، د طالبانو له خوا د ناامنيو زياتېدل نور نه شي زغملای، خو بيا هم پر طالبانو غږ کوي چې تاوتريخوالی بند او سوله وکړي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه