
افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ
افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.
دا پر ټولنيزو رسنيو پر يوه وخت د افغانانو بېساری کمپاين دی چې شېبه په شېبه لا زور نيسي او نور هم تودېږي.
افغانان د #SanctionPakistan په نوم هشټګ کارکوي چې يوازې پر فېسبوک يې د کاروونکيو شمېر تر اوسه تر يو لک او يو شپېته زره تنه اوښتی او لا هم ګړندی پر مخ روان دی.
د افغانانو دغه کمپاين وروسته له هغه پیل شو چې د افغانستان لپاره د کاناډا یوه پخواني سفیر کرس الکساندر وویل، که په افغانستان کې د جګړې ختمېدل غواړئ، پر پاکستان بندیز ولګوئ.
تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه هم د منظور پښتين او د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غړيو په ګډون پرېمانه افغانانو پر پاکستان د بنديزونو لګول غوښتي او په دې سربېره، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت افغانان هم دغه کمپاين پر مخ بيايي.
دوی وايي، تر هغه وخته به پر پاکستان د بنديزونو لګولو غوښتنه کوي چې نړۍ د افغانانو خولې ته وګوري.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه